| | ||||||||
| |||||||||
| ||||||
![]() |
| | Thread Tools | Display Modes |
|
(#31)
|
|
(#32)
|
| ||||
| زما پنځوس کالو نه زيات عمر د پښتو د وطن نه په زرګاؤ ميله لرے تير شو تر دوئم جومات پورے مې په وطن کې سبق وئيلې دے ـ خو پښتو کې ليکم دا زما ليکلې يو تکل اوګورئ ـ او خپله رائې څرګنده کړئ چې تاسو ولې پښتو نه شئ ليکلې راځئ چې دروغ وائيو " ښځه دِ ښائيسته ده؟ " " توبه اوباسه " بيا خو ډيره اسانه ده " " څنګه ؟ ” هر وختې ئي دَ ښائيست صفت کوه " " دا خو دروغ دي نو زما نه صلاح ولې غواړے ؟ سمه اسانه لار درته ښائيم ـ ته ئي نه منې ـ لګيا اوسه په ګټه سر ټکوه سړي سر وَڅنډؤ لاړ ـ ما وے رښتيا خبره دَ چا زړه ته نه پريؤزي ـ يو لس اته ورځې پس مې په بازار کي دَ يو ټيلې سره ولاړ اوليدلوـ تپوس مې ترے اوکړو چې څه اخلې ـ ځواب ئي راکړو چې ښځې له لپ سټک اخلم ـ ما ورته امبارکي ورکړه ـ ځمونږ ډيزل ملا، خداے دې ئې ټول عمرلکه د سوچه غوړو، په ډيزلو کې لړ ساتی ـ يوه ورځ ئي په ګاډی کې ډيزل خلاص شول ـ کورته نزدے وه - پياده روان شو ـ دَ کومې ورځې سياست کې اخته شوے دے نو په اول ځل ئې په زمکه پښه کښيوده او هلکان ئې په لوبو او ليدل ـ تپوس ئې ترے اوکړو چې څه کوئ ـ هغوئ ورله ځواب ورکړو چې يو ه انعامې ټرافي مو تياره کړے ده اوس دَ هغې سړي په لټون يو چې ډير لوړ دروغژن وي چې دا ټرافی ورته پيش کړو ـ ډيزل ملا يو سوړ سويلې وکړو ـ وئيل ئې ـ دا ټرافی زما قسمت کې نه ده ـ نو ټولو هلکانو په خوشحالئ په يو آواز چغه کړه چې شکر دے ملا صيب ته راغلې، ځمونږ ګرانه دې مونږ ته آسانه کړه ـ تاسو دَ دے ټرافۍ اصلي حقدار ئې ـ د صَدرانو صدر، شهنشا ے اعظم جارج بش دنيا ته په مسکا سترګو وئيل چي عراق د ايټم بمونو نه ډک دے ـ مونږ به تباه کړی ـ بيا ئې اعلان اوکړوچې يو ليوني دَ افغانستان طالبان، امريکا او يورپ باندے حملې ته تيار کړی دي نن ده که صبا، امريکې نه به طالبستان جوړ کړی ـ راځۍ چه په جمع دغې وطن ته پسې ورشو او ځان ترې خلاص کړوـ څنګه نو دنيا ورسره شوه که نا! چا د هغه دروغو ته دروغ اوئيل ؟ چې يو شهنشاه اعظم په دروغو نه شرميږی نو زه او ته څه يو! ـ مونږ له په دروغ وئيلو فخر پکار دے ـ د هالي ؤډ يو فلم کې ښځه کور ته راشي نو خپل خاوند د پردۍ ښځې سره اونيسي ـ په ډيره غصه کي د خاوند نه تپوس کوي ـ" دا ښځه څوک ده ؟ خاوند : " کومه ښځۀ ؟ ټبر : " دا ستا خوا کې چې بربنډه ولاړه ده جامې اغوندي خاوند : زۀ خو څوک نه وينم ټبر : ته ړوند ئۍـ جامې ئي واچولې او دا ده ور پله روانه شوه خاوند : " څوک ور پله روانه شوه ؟ ټبر : " هغه ده لاړه او وته خاوند هغه د لاسه اونيسي ، په هغې کټ ئي کښينوي په کوم چې لږ ساعت مخکې هغه بله ښځه ملاسته وه ـ او د اوبو ګلاس ورته ورکړي ـ خاوند : " په دے کټ کښينه ـ طبيعت د سم نه ښکاري ـ رنګ دې هم زيړ زيړ دے، ښکا ري ملک درباندے ګرځي ـ لږے اوبه اوڅکه، چي ساه دې برابر شي ټبر : " ته رښتيا وائي سر راباندے چورلي، دلته خو څوک نشته او ماته هسې پردئ ښځې ښکاري ـ او په تا مې شک راځي، معافي درنه غواړم ـ بښانه راته اوکه تاسو پخپله انصاف اوکړۍ ـ چې په دے موقع رښتيا ښه ؤو که دروغ ؟ دروغ خو غريب هم بلا وائۍ، ولې د هغه دروغو کي څه وزن نه وي ـ د يو صدر يا د يو خان په دروغو کې او د خيراتي په دروغو کې د زمکې او آسمان فرق وي ـ د غريب رښتيا دروغ ؤي او د خان دروغ رښتيا وي ـ ټول خلق وائي چي په دنيا د خداے بادشاهي ده او که زما د خلې چرته په دروغه اوختل چې د خداے بادشاهي په آسمانونو ده، په دے زمکه د ابليس بادشاهي ده، نو ملان به راباندے سمدستي داسې غټې غټې فتوے اولږوي چې زما د پاره به د مخ پټولو ځاے پاتي نه شي Knowledge has no end. It keeps expanding into the infinity. |
| The Following User Says Thank You to Dervaish For This Useful Post: | ||
ملګری لیکوال (05-09-2012) | ||
|
(#33)
|
| ||||
| Quote:
ښه وروره . زه صرف داسې وائم ځکه چه په پېښور کښې ځوان پښتانه ملاوېدلی يم، او هغوی وويل ما ته چې پښتو ویلې شي، خو لوستل او ليکل نه شي کولی. هم يو پروفېسر سره وغږېدم او هغهٔ وويل چې دا يو غټ تکليف دئ. یو بل څيز دا دئ چې هغوی غريب خو نه دي، شتمن دي بس، خدای دې خېر کړه... |
|
(#34)
|
| ||||
| زما يو ملګرے چې په دوبۍ كښې اوسي هغه ورځ راسره چېټنګ كوؤ . دۀ په انګرېزۍ كښې ليكل كول او ما پښتو كښې. پوښتنه يې رانه وكړه چې يره زۀ به په ستا په شان پښتو كښې ليكل څرنګه زده كړم؟ "چې څنګه دې انګرېزي ليكل زده كړي دي" ، ما جواب وركړو زمونږ دَ پښتونخوا دَ پښتنو بدقسمتي دا ده چې دلته پښتو ته چرې هم دَ حكومت يا سركار سرپرستي نۀ ده حاصله شوې.......مونږ ټولو په سكولونو كښې پښتو نۀ ده لوستې اكثر كتابونه، اخبارونه، مجلې او سائن بورډونه وغېره په اردو كښې وي.......له دې وجې نه دلته يو پښتون پښتو وئيلې خو شي ځكه چې هغه ورته مور پلار دَ وركوټ والي نه ښولي وي ولې ليكل او لوستل ورته نۀ وي ښولي شوې نو ځكه يې ليكلې او لوستلې نۀ شي.......نن سبا چې سركار دَ پښتو ژبې دَ پرمختګ او په سركاري سكولونو كښې دَ لازمي مضمون ګرځولو دپاره كوم ګامونه پورته كړي دي دَ هغې ډېر ښۀ اثرات پرېوتي دي او نن سبا مونږ ګورو چې پېښور كښې دَ موبي لنك كمپنۍ او نورو ادارو اشتهارونه اردو سره سره ماته ګوډه پښتو كښې هم وركولې شي چې يوه ښه خبره ده او كۀ دا كار هم دغه رنګه جاري وساتلې شي نو كۀ خېر وي ډېر زر به پښتانۀ خپله ژبه لوستلې او ليكلې شي. رخنه ګر دَ ملک هرګز دَ پرېښو نۀ دے کۀ هر څو يې شفاعت کا ميا مُلا (خوشحال خان بابا) |
| The Following 3 Users Say Thank You to Yousafzai Pakhtun For This Useful Post: | ||
|
(#35)
|
![]() |
| Tags |
| راځی, پښتو, چی |
| Thread Tools | |
| Display Modes | |
| |