| | ||||||||
| |||||||||
| ||||||
![]() |
| | Thread Tools | Display Modes |
|
(#1)
|
| |||
| د ۲۰۰۰ پوځیانو وژنه غلط دلیل دی ژباړن:نثاراحمد صمد لیکوال : متیو روتشیلډ ( د پروګرَسیو مجلې مسؤل مدیر )Larawbar.com 2012-08-24 منبع : پروګرسیو مجله ( امریکا ) نېټه : ۲۰۱۲/۸/۲۲ ژباړن : نثار احمد صمد همدا اوونۍ په افغانستان کی یوه لړزونکې پیښه رامنځته سوه . هغه دا چی هلته دوه زرم امریکایی پوځي ووژل سو . دغو وژنو هله زور واخیست چی د اوباما لخوا هلته « شدید پوځی ډېرښت » د امریکایی پوځیانو همداسی شدید تلفات هم رامنځته کړل . لکه نیویارک ټایمز چی لیکی ، هلته لومړني ۱۰۰۰ امریکایی عسکر او مرین پوځیان په تقریبأ نهو کالو کی وژل سوي دي ، خو متباقی ۱۰۰۰ پوځیان بیا صرف په تقریبأ دوو کالو کی ووژل سول . فقط همدا تیره هفته نهه امریکایی پوځیان د هغو افغاني امنیتی ځواکونو لخوا ووژل سول چی په ظاهره زموږ ملګری دي . ولسمشر اوباما باید له ځانه وپوښتی چی زه ډاډه یم چی زموږ ګڼ شمیر پوځیان او د هغوی کورنۍ به د ځانو څخه پوښتی چی « موږ ولی هلته اوسیږو ، چی آن خپل ملګري مو لا هم وژنی ؟ » همدا نن په افغانستان کی د هغی ورځی څخه تر دوه چنده لا هم زیات امریکایی پوځیان مستقر دي چی جورج بوش خپله دوره پوره کړه . هلته د دغو پوځیانو د شتون ظاهري دلایل نور نو ورځ په ورځ تیاره او مبهم کیږی . ځکه ، اسامه بن لاند نور مړ دی ، او هغه په افغانستان کی نه بلکی په پاکستان کی ووژل سو . د دې جنګ ملاتړي وایی چی موږ باید ځکه هلته و اوسیږو چی طالبان بیرته واکمن نسی . خو کرزي پخپله هغه مقرره لاسلیک کړه چی د هیواد د اسلامی شورا لخوا تهیه سوې وه چی له مخی یې یو میړه خپله میرمن د اسلامی شریعت سره سم وهلای سی . امریکا د افغانستان سره د انسان دوستۍ پر اساس نه جنګیږی . بلکی ځکه هلته شتون لری چی افغانستان په لویدیځ کی د ایران سره او په ختیځ کی د چین سره پولی لری : یعنی هغه دوه هیوادونه چی پنتاګون هدف نیولی دي . او دا هیودا ځکه هلته شتون لری چی افغانستان د پخواني شوروی اتحاد د « ستان ـ ستان » څخه د عربي سمنردرګي پر خوا د تیلو یو انتقالی لورﺉ هم دی . همدا اصلی هغه دلیل دی چی امریکا د افغانستان سره جنګیږی . خو دا ښه او معقول دلایل نه دي چی لپاره یې باید دوه زره امریکایی پوځیان تباه او ووژل سی . پای |
![]() |
| Tags |
| د, دلیل, دی, غلط, وژنه, ۲۰۰۰ |
| Thread Tools | |
| Display Modes | |
| |