World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   "Pull out your swords and slay anyone that says Pashtun and Afghan are not one! Arabs know this and so do Romans: Afghans are Pashtuns, Pashtuns are Afghans!" -Khushal Khattak > >
Reload this Page د سمنګان زورور، پښتانه کډوال پر خپلو مېنو 
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
Afgun Afgun is online now
PF senior
Afgun is on a distinguished road
 
Posts: 4,468
Thanks: 10
Thanked 193 Times in 144 Posts
My Mood: Amused
Mentioned: 4 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Sep 2011
Default د سمنګان زورور، پښتانه کډوال پر خپلو مېنو  - 11-05-2017, 06:26 PM

د سمنګان زورور، پښتانه کډوال پر خپلو مېنو نه پرېږدي




د سمنګان د حضرت سلطان ولسوالي ګڼ شمېر کورنۍ شل کاله وړاندې د جګړو او ناامنيو له وېرې پېښور ته کډه شوې، خو اوس چې راګرځېدلې، د پلار و نيکه پر مېنه يې څوک اوسېدو ته نه پرېږدي، پر سر ولاړې جونګړې يې نړوي او په ورځو ورځو يې کډې بار ولاړې وي، خو کښته کولو ته يې اجازه نه ورکول کېږي.
له څه مودې راهيسې حضرت سلطان ولسوالي ته د پېښور له هريپوره د دوو سوو په شاوخوا کې کډوال را ستانه شوي چې ټول يې پښتانه دي، خو ولايتي اداره يوې کورنۍ ته هم پر خپلو پلرنيو مېنو د اوسېدو اجازه نه ورکوي.
هېواد ته راغلي کډوال وايي، موده وړاندې يې د خپل وطن، ګل وطن له شعار سره د مهاجرت له پنډغالو هېواد ته مخه ونيوه، خو دلته چې راغلل، حکومت يې د هغو کنډوالو ودانولو ته هم نه پرېږدي چې شل کاله وړاندې ورڅخه پاتې شوې او د دوی پلرونو او نيکونو په*کې خاپوړې کړې وې.
دوی ادعا کوي چې ولايتي اداره د تعصب په اساس دوی پر خپلو پخوانيو مېنو مېشتېدو ته نه پرېږدي.
حاجي اکرم چې تازه له پېښوره راغلی، وايي، پاکستانيانو پردي مهاجر بلل، هلته يې سختې ورځې تېرې کړې، سپکې، ورکې او بې*وطني يې وګاللـه، خو نن دا دی په خپل وطن کې هم مهاجر بلل کېږي.
دی وايي، د دوی له ډلې څو تنه څو مياشتې وړاندې سمنګان ته راغلي وو او دلته يې له پلرونو او نيکونو ور پاتې مېنې چې په جګړو کې کنډواله شوې وې، بېرته ورغولې او اوس يې کورنۍ ورته راوستې، خو ولسوال ورغلی د دوی پر سر يې جونګړې ور نړولې دي.
سرخط ته داسې مالومات هم رسېدلي چې له پېښوره تر راتلو وروسته د ډېری کورنيو کډې بار ولاړې وې، خو ولسوال حتا درې ورځې د موټرو خالي کولو ته هم اجازه نه ورکوله.
د حضرت سلطان ولسوال سراج الدين راستنو شويو کډوالو ته ويلي دي چې د مهاجرو ښارګوټي ته دې ولاړ شي، که*نه بېرته دې کډې بار کړي او پېښور ته دې يې يوسي.
د راستنو شويو کډوالو په خبره، د مهاجرو ښارګوټی هسې نوم دی، په حقيقيت کې بېديا ده چې د ژوند تېرول پکې تر مرګ سخت دي.
خپله ولايتي اداره هم مني چې د مهاجرانو په ښارګوټي کې نه د څښلو اوبه شته، نه روغتون لري او نه هم ښوونځی شته* چې ماشومان پکې زده*کړې وکړي.
بده لا دا چې هلته ودانۍ او سرپناه هم نه*شته، خو ولایتي اداره راستنو شويو کډوالو ته وايي چې يا دې همدې دښتې ته ولاړ شي، يا دې بېرته پېښور ته ځانونه ورسوي.
سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، د سمنګان والي او ځينې نور چارواکي د حضرت سلطان له ولسوال سره يو ځای، د چهارشنبې په ورځ ولسوالي ته تللي او هغه جونګړې يې نړولې دي چې راستنو شويو کډوالو جوړې کړې وې.
دوی له ځان سره د جونګړو نړولو له*پاره د سيمې يو سکواټر چلوونکی هم بېولی، خو هغه د جونګړو له نړولو ډډه کړې او ويلي يې وو چې د کډوالو پر سر جونګړې نه*شي نړولای، مګر ولسوال د والي او کډوالو په مخ کې هماغه سکواټر چلوونکی په خپلو ساتونکيو وهلی دی.
که څه هم کډوال ادعا کوي چې نيکونه يې پر همدې مېنو مېشت وو او قبالې لري، خو ولايتي اداره وايي، دا ځمکې دولتي دي او که هر کډوال ورباندې مېنه اباده کړي، بېرته به يې ونړوي.
د سمنګان د ولایتي شورا رييسې غاټول شېرزۍ سرخط ته ويلي دي چې ولسوال او والي هلته له راغليو کډوالو سره تعصب کوي.
دا وايي، يوازې پښتانه پر خپلو مېنو مېشتېدو ته نه پرېښودل کېږي، د نورو قومونو راستانه شوي، بې*غمه ژوند کوي.
غاټول وايي، رښتيا هم ولسوال د چهارشنبې په ورځ د والي او خلکو په مخ کې هغه کس وهلی چې د کورونو له نړولو يې ډډه کوله او بيا يې په زور د خلکو کورونه هم نړولي دي.
د دې په خبره، په سمنګان کې ډېری دولتي ځمکې غصب شوې، حتا د تخت رستم شاوخوا سيمه چې په تاريخي ابدې پورې تړلې ځمکه ده هم زورورو لاندې کړې، څوک ور ته هيڅ نه وايي، خو راستانه شوي کډوال پر خپلو پلرنيو مېنو اوسېدو ته نه پرېښودل کېږي.
خو د حضرت سلطان ولسوال سراج الدين بيا دا نه مني چې هلته يې د خلکو په مخ کې سړی ډبولی دی.
دی وايي، کورونه يې رښتيا هم نړولي دي، خو ځکه يې نړولي چې پر دولتي ځمکو جوړ شوي وو.
ولسوال ګواښ کوي چې تر دې وروسته به هم که چا په دغه ځمکه د کور جوړولو هڅه وکړه، مخه به يې نيسي او که يې کور جوړ کړ، نړوي به يې.


Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Reply With Quote
Reply

Tags
ولسوال, وايي،, خپلو, مېنو, سمنګان

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghan MP3| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

Search Engine Optimisation provided by DragonByte SEO (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2017 DragonByte Technologies Ltd.
User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2017 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.