World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   "Pull out your swords and slay anyone that says Pashtun and Afghan are not one! Arabs know this and so do Romans: Afghans are Pashtuns, Pashtuns are Afghans!" -Khushal Khattak > >
Reload this Page افغانان لارښوونه غواړي/ ډاکټر نبي مصداق
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
Afgun Afgun is online now
PF senior
Afgun is on a distinguished road
 
Posts: 4,226
Thanks: 10
Thanked 182 Times in 134 Posts
My Mood: Amused
Mentioned: 4 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Sep 2011
Default افغانان لارښوونه غواړي/ ډاکټر نبي مصداق - 01-15-2016, 08:12 PM

د افغانستان ویاړلي مورخ پوهاند سیستاني د افغانستان د یوې معاصرې تاریخي دورې نه، چې د سقویانو نه میاشتی وحشت او بربریت موده ده، پرده پورته کړه او په اوو برخو کې یې د ملا فیض محمد هزاره د تذکرتلاانقلاب د کتاب پټ رازونه ټولو افغانانو ته برملا کړل.
هغه څه چې د افغان ملت لپاره ډیر دردوونکی دی دا دی چې په افغانستان کې، په تیره په دې وروستیو سلو نه زیاتو کالو کې د پردیو دسیسې او پرديپالو همکاری دي چې زمونږ خلکو ته د سر او مال په قیمت تمام شویدی. د سقو زوی او د هغه د غلو او ډاکوانو ډلې تر شا د انګلیس لاس؛ د شاعر خلیلي او د هغه د پلار تر شا د ایران لاس: حتی تردې چې خلیلي کله چې ظاهر شاه هغه په عراق کې سفیر مقرر کړی وو، په بغداد کې د ایران د سفیر په لاس څو ځلې د ایران شاه ته ځواب ولیګه چې هغه اصلآ د افغانستان پاچا او ټول افغانان یې غواړي. همدا خلیلي کله چې داؤد خان د سرطان میاشتې د کودتا وروسته جمهور ریس شو او د سهار چای لپاره خپل ورور، نعیم خان کره میلمه ؤ، د نعیم خان سالون ته په رسیدو سره ګوري چې خلیلي هم یو ګڼه د قرآن راوړی او پر میز ېې ایښودلی دی. د داؤد خان په لیدو سره د خلیلي رنګ زیړ کیږی او داؤد خان ورته وايي ته دلته څه کوی؟ نعیم خان مداخله کوي او وايي چې قرآن شریف یې راوړی. خليلي فورآ وايي په دې قرآن چې زه تاسو ته وفادار یم او تاسو سره خیانت نه کوم. داؤد خان بیا هغه ته مخ کړ او ورته ویې ویل په همدی قرآن چې ته او ستا پلار خأنان یاست. ؛ او یا دا چې خلق او پرچم د روس غلامان شول او بیا مجاهدینو مشران د پاکستان، ایران، سعودي او یو درجن نورو ملکو غلامې کړې په غاړه کړی اویا هم دا چې په تیرو ۱۵ کالو کې اوسنيو حکومتونو ځان په ناتو او امریکا باندې متکي کړیدی.
ګوری، په تیرو سلونه ډیرو کالو کې بې له دی چې د ظاهرخان ۴۰ کلنه دوره ، که څه هم د عجز او غریبې دوره وه،خو افغانانو ته اوس دیوې طلايي دوره حیثیت لري. نور زیات کلونه مونږ په جنګونو او نارامیو کې تیر کړي دي. اوس باید مونږ افغانانو ته دا معلومه شوی وي چې هیڅ خارجي قدرت نه غواړي او یا نشي کولای زموږ وطن راته آباد کړي. هر استعماري مملکت د خپلو ګټو لپاره خپل پلانونه لري چې دا باید اوس هر افغان ته واضح وي.
اوس چېافغانان د مهاجرت شپی په پردیو ملکوکې تیرکړی دی او یا ېې هم تیروي باید دخپل وطن په قدر پوهیدلي وي. زموږ افغان ټولنه د جاپان او یا د جرمني په شان، د یو توکم رسیدلې ټولنه نده چی د پردیو له وجود نه د افغانستان د ښیګڼې او بسیا لپاره ګټه پورته کړی وی. برعکس د ملت او وطنوالی احساس موجود نه وو او ځکه هم د ۱۵۰۰ ډالري ملیونرانونه یو هم داسې عامالمنفعه پروژه جوړه نکړه چې ددوی د بادو باران په ډالرو د نورو څه خیرهم ورباندې وشي.
نو مونږ د دې لنډې لاسه تللې معاصریطلاېې تجربه په رڼاکې چې دافغانستان بیا دری ځل د جوړیدو امکانات موجود وو، او ورځخه سازنده استفاده ونشوه، څه باید وکړوچې افغانستان په پښو ودریږي او له ګاونډیو سره سیال او رقیب شي؟
لومړی تر ټولو مونږباید خپله کثیرالتوکمه ټولنه وپیږنوچې ولې له هغو نه ګاونډیو او لرې پرتو هیوادونو د افغانستان او افغانانو پرضد ګټه پورته کړی ده. ددغه ډول سؤاستفادې ډیر دلایل شته دي چې مهم ېې: زمونږ د خلکو د ژوند ټیټه سویه؛ د هغوی له غربت نه ګټه اخیستل؛ د خلکو په منځ کې د غلطو معلوماتو په اساس تعصب او بد بیني پیدا کول؛ د ژبې، مذهب او سمت کارول؛ تاریخ د هغوی د ننیو مقاصدو لپاره په غلط تحریفول او داسی نور. د دې ټولو اصلاح کول د نسلونو کار دی ځو د یو ملي حکومت او مطبوعاتو په همکارې د خلکو په سواد کې ژر اصلاحات راتلی شي، ولس ژر قانع کیدای شي چې د نړۍ مطلق اکثریت هیوادونه کثیرالتوکمه دي. ژبې او حتی مذهب يي بیل وي او برعکس د افغانستان د زرهاو کالو تاریخ هم نلري. د ورستیو سلو کالونه چې پرشا ولاړشو نو وینو چې د نړئۍ په دی برخه کې افغانستان، هند او فارس(ایران) یواځیني ملکونه دي. خو ټول هغه ملکونه چې تاریخ ېې سلو کالوته هم نه رسیږي زمونږ نه ډیر پرمخ تللي دي. مونږ باید خپل خلک په دې تاریخی واقعتونو خبر کړو چې ولې هغوی پرمخ تللي او مونږ وروسته پاتی شوی یوو؟
مونږ همدا اوس نه، باید تر ټولو لومړی د ځوانانو د وطن پالنې په تربیه شروع وکړو. د خپلو ځوانانو د لارې، چې هغوی د نفوس ۶۵ په سلو کې تشکیلوي، د یوې خوا د حب الوطن جزبه او عقیده وپالو او د بلې خوا د ټولو وړو او زړو په زړه کې دا حقیقت وځلوو چې افغانستان د خپل نفوس لپاره ډیر لوی ملک دی، او د موجوده دری چنده وګړو لپاره کافي خمکه، اوبه او نور ټول امکانات لري. بي زمونږ د بخیلو ګاونډیو نه،اوس مونږ سره د نړۍ د اکثریت خلکو ملاتړ موجود دی. زمونږ ملک د منځنې آسیا، جنوبآسیا او منځني ختیځ په زړه کېپروت دی. مونږ دخپل دې ستراتیجک موقف څخه د اورګاډياو سړک، د سیمې د ارتبات لپاره د سویس، اطریش او نور په وچه محاط ملکو په شان په ملیونو ډالره هر کال عواید تر لاسه کولای شوو. مونږ د چین سره ، چې د نړئ د فابریکې نوم ېې ګټلی دیپه ګاونډ کی موقعیت لرو. چین او نورهیوادونه زمونږ د رب خالق راکړ شوی معدنونه په کاردياو مونږددهغو تولیداتو ته ضرورت ی لرو.
یو بل مهم واقعیت چی باید وویل شی هغه داده چی افغانستان نن په داخل او خارج کی په زرهاوو تعلیم لرونکی ځوانان او ځوانانۍ لری او د هغوی اکثریت حاضر دی چی د خپل ملک په آبادی کی فعاله برخه واخلي. دا اوسنی جنګونه او نارامی به حتمآ پای ته ورسیږی، ځکه په هیځ ملک کی هم جنګ او نارامی تر ابد نوي. نو د یوه مقتدر مرکزی حکومت په راتلو سره، که پورتني واقعیتونه ولس ته وویل شي او په عملي کیدو کې ېې لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونوه طرح شي، افغانان به نړۍ والوته ثابته کړي ، مونږ لکه چې په جنګ کې تکړه او شهرت لرو، په آبادې کې هم پوره استعداد لرو.


Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Reply With Quote
Reply

Tags
نبي

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghan MP3| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

Search Engine Optimisation provided by DragonByte SEO v2.0.31 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2017 DragonByte Technologies Ltd.
User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2017 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.